ولسمشر غني: د طالبانو دا ارمان چې افغانستان به په زور ونيسي، یو کاذب ارمان دی

ولسمشر محمد اشرف غني نن ولسي جرګې ته د کابینې د نوماند وزیرانو معرفي کولو پر مهال هېواد کې د تاوتریخوالي لوړې کچې نه اندېښنه وښوده او ويې ویل، د طالبانو له مشر ملا هبة‌الله نه دې پوښتنه وشي چې چېرته پټ دی او ولې افغانان وژني.

‌وردک ولايت کې د ملي اردو د یوه ټولي سرتېرو ته ۴ ورځو راهیسې ډوډۍ نه‌ده رسېدلې

وردک ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د پنځمې پلې‌لوا د لومړي کنډک دويم ټولي د سي‌سي کمپ سرتېري وايي، تېرو څلور ورځو راهیسې د وسله‌‌والو طالبانو له لوري کلابند شوي او د دفاع وزارت له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

د دغه کمپ سرتېری نصیب‌الله سلام‌وطندار ته لېږلي غږیز پيغام کې ويلي، د څلورو ورځو راهیسې یې ډوډۍ نه‌ده خوړلې او د مهماتو له کمښت سره هم مخامخ دي.

د جوزجان درزاب؛ يوه مدرسه کې بهرني جنګیالي ۱۲۰ ماشومانو ته ترهګریزه روزنه ورکوي

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ چارواکي وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د بهرنیو جنګیالیو موجوديت ډېر شوی او د طالبانو ترڅنګ جګړه‌ییز فعالیتونه لري. چارواکي وايي، بهرنیو جنګیالیو په درزاب ولسوالۍ کې ۱۲۰ ماشومان جذب کړي او نظامي زده‌کړې ورکوي.

ننګرهار؛ د پاکستان ویزې نوبت اخیستو لپاره ګڼه‌ګوڼه کې ۱۱ مېرمنې مړې شوي

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د پاکستان کونسلګرۍ کې ویزو پسې ورغلې ۱۱ مېرمنې د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له کبله مړې شوي او ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وايي، دغه شمېر مړي او ټپيان د چهارشنبې په سهار جلال‌اباد حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.