د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ چارواکي وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د بهرنیو جنګیالیو موجوديت ډېر شوی او د طالبانو ترڅنګ جګړه‌ییز فعالیتونه لري. چارواکي وايي، بهرنیو جنګیالیو په درزاب ولسوالۍ کې ۱۲۰ ماشومان جذب کړي او نظامي زده‌کړې ورکوي.

د درزاب ولسوال انجینر احمد له سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، پاکستاني او ازبکستاني جنګیالي د طالبانو لیکو ته د ماشومانو د جلب او جذب دنده پر غاړه لري او دغه ولسوالۍ د هېواد په شمال کې د طالبانو لپاره په خوندي پټنځای بدله شوې ده.

د احمد په خبره، وسله‌وال طالبان په جوزجان کې خپل ټول فعالیتونه او عملیات له همدې ولسوالۍ تنظیموي.

د هېواد په شمال کې د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي هم مني چې یو شمېر بهرني جنګیالي د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې فعالیت لري چې ډېری یې د ازبکستان، چین، پاکستان او چيچين وګړي دي.

د جوزجان امنيې قوماندان عبدالواحد وجدان سلام‌وطندار سره خبرو کې مني چې طالبان د درزاب ولسوالۍ په مغل کلي کې د البخاري په نوم مدرسه کې ماشومانو ته نظامي او ترهګریزې زده کړې ورکوي.

وجدان زیاتوي، د سولې خبرو اترو موضوع په تودېدو سره په جوزجان کې د نورو وسله‌والو ډلو د موجوديت په اړه ګنګوسې ډېرې شوي؛ خو د دغو ډلو فعالیتونو تر اوسه په ښکاره نه دي لیدل شوي.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په دې ولسوالۍ کې ترهګریزو بریدونو ته د ماشومانو روزنه رد کړې.

درزاب د جوزجان یوه له ناامنو ولسوالیو ده او وسله‌وال طالبان په کې په پراخه توګه فعاليت کوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام