ولسمشر محمد اشرف غني نن ولسي جرګې ته د کابینې د نوماند وزیرانو معرفي کولو پر مهال هېواد کې د تاوتریخوالي لوړې کچې نه اندېښنه وښوده او ويې ویل، د طالبانو له مشر ملا هبةالله نه دې پوښتنه وشي چې چېرته پټ دی او ولې افغانان وژني.
ولسمشر وايي، طالبانو پر هلمند برید او د تاوتریخوالي په ډېرولو سره وښوده چې غواړي په زور واک ته ورسېږي، دا ناشونی او دا ارمان چې افغانستان به په زور ونيسي، یو کاذب ارمان دی.
نوموړي ولسي جرګې ته وینا کې وویل، اوسنی حالت د طالبانو د تېروتنو محصول دی او دغې ډلې د القاعدې پخواني مشر اسامه بنلادن لپاره افغانستان له نړۍ سره مخ کړ.
ولسمشر زیاته کړه، افغان علماوو نړۍ ته قناعت ورکړی چې طالبان د جګړې لپاره شرعي دلیل نهلري.
جمهور رييس غني د ولسې جرګې غړیو ته ډاډ ورکړ چې د امریکا او نړیوالې ټولنې ژمنې پر خپل ځای دي او له افغانستانه به د امریکا او نړیوالو ملاتړ دوام ومومي چې د سولې، امنیت او نورو برخو کې به د همغږو او همکار په توګه پاتې کېږي.
تر دې وړاندې افغانستان کې امریکایي ځواکونو ویلي وو، طالبانو متحده ایالتونو سره له شوې هوکړې سرغړونه کړې او دوی به د طالبانو د بریدونو پرمهال له افغان ځوکونو ملاتړ کوي.
په همدی حال کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر تازه د تاوتریخوالي لوړه کچه د اندېښنې وړ بللې او ګواښ یې کړی چې افغانستان کې د سولې لپاره برابر شوی فرصت له منځه تلونکی دی.
هغه طالبان او دولت دواړه دې کار کې پړ بللي.
د یادونې ده چې قطر کې د سولې د مرکچي پلاوو ترمنځ له شاوخوا پنځو اوونیو راهیسې خبرې دوام لري، خو لاهم د پلاوو د تماس ډلې د رسمي خبرو پر کړنلارې او اختلافي مواردو هوکړې ته نهدي رسېدلي.