د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر نن کابل کې د جګړې قربانیانو لومړنۍ غونډه کې، هېواد کې د جګړې د قربانیانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ويې ویل، دغه قربانیان ډېرو ننګونو په ځانګړې توګه خپلو اساسي حقونو ته نه‌لاسرسي سره مخ دي.

د بشري حقونو کمیسیون مشرې وویل، بین‌الافغاني خبرو کې باید پر بېړني اوربند او د جګړې پای ته رسولو هوکړه وشي او دغه بهیر باید قرباني‌محوره وي.

د بشري حقونو او د نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر دغې غونډه کې وویل، هېواد کې د جګړې قربانیانو ته هېڅ ډول پام نه دی شوی او د سولې په څېر مهمو امنیتي مسایلو کې هغوی ته ونډه نه ده ورکړل شوې.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر منصور نادري هم ټینګار وکړ چې د جګړې قربانیانو په حق کې د عدالت له تامین پرته نه شي کېدی تلپاتې سولې ته لاسرسی وشي او هڅه کېږي چې د سولې خبرو کې د ښځو استازي حضور پیدا کړي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا بین‌الافغاني خبرو سره هم‌مهاله د تاوتریخوالي زیاتېدو څخه نیوکه کوي او وايي، د افغان سولې مرکه‌چي پلاوي دواړه خواوې باید د تلپاتې سولې لپاره هڅې وکړي.

د جګړې د قربانیانو کورنیو هم دغه پروګرام کې وویل، حکومت باید هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره د جګړې له قربانیانو څخه د ملاتړ میکانیزم جوړ کړي.

د جګړې د قربانیانو د کورنۍ یوه غړې جمیله حسیني چې خپل ورور یې د سرپل ولایت د میرزاولنګ سیمه کې طالبانو سره جګړه کې له لاسه ورکړی وايي، طالبان هېڅ کله هم نه‌شي بښلی.

د نوموړې په وینا، د ورور مېرمن او ۱۱ ماشومان یې هم چې د هغه له مرګ وروسته بې‌ځایه شوي، دغه ډله هېڅ کله نه‌شي بښلی.

د جګړې د قربانیانو لومړنۍ غونډه نن کابل کې ترسره شوه. د دغې غونډې ترسره کوونکي وايي، هېواد کې د جګړې له قربانیانو څخه د ملاتړ واحد او موثر جوړښت نشته او دغه کار لامل شوی چې خلک په ځانګړې توګه د جګړې قربانیان د حکومت په کړنو خپل باور له لاسه ورکړي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام