د ډېسمبر درېیمه نېټه د معلولانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. سږکال د دې ورځې د نمانځنې پر مهال ګڼ شمېر هغو معلولانو چې نظامي دندې يې درلودې او په‌کې ټپي شوي دي، پر حکومت نیوکه وکړه چې دوی ډېرې ستونزې لري او حکومت له پامه غورځولي دي.

دوی وايي، که څه هم د خپلو خلکو او هېواد لپاره يې د بدن غړي له لاسه ورکړي؛ خو د سولې په پروسه کې چې د افغانستان برخلیک ټاکي، دوی له پامه غورځول شوي دي.

معلولان له حکومت څخه غواړي چې د معاشونو پر وخت ورکړې، د کارې زمینو برابرولو، درملنې او دوی ته د ځمکو ورکړې برخو کې پاملرنه زیاته کړي.

افغان اتلانو ته د مرستې رسولو بنسټ هم وايي، معلولان ډېرې ستونزي لري او حکومت او اړوند مسوول بنسټونه باید ورته پاملرنه وکړي.

له افغان اتلانو سره د مرستې بنسټ مشر هارون حیدري وايي، د نورو ستونزو ترڅنګ، کرونا هم ډېر شمېر معلولان پر کور کېنولي دي.

له پرله‌پسې اړیکو سره سره و نه توانېدو چې په راپور کې د شهیدانو او معلولانو په چارو کې د دولت وزارت نظر هم ولرو.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام