ولسمشر محمداشراف غني په هېواد کې د روان وضعیت په اړه ملت ته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، اجازه نه ورکوي د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي او هڅه کوي په هېواد کې د روانې جګړې او د بې ګناه افغانانو د وژنې مخه ونیسي.

هغه په دغه ویډیویي پیغام کې روانه جګړه پر افغانانو تحمیل شوې وبلله او په وینا یې، دا یې تاریخي رسالت دی چې افغان ولس له دغې جګړې خلاص کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ولسمشر په هېواد کې د روانې جګړې د ختمولو په اړه په اشارې سره وویل چې په کور دننه یې له سیاسي مشرانو او مخورو  او  له نړیوالې ټولنې سره یې په دې هکله سلا مشورې پیل کړي او ډېر ژر به یې پایلې په ډاګه کړي.

وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ګونګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې ولسمشرغني په دغه ویډیویي پیغام کې خپله استعفا ورکوي، خو هغه په دغه پیغام کې د خپلې استعفا په اړه څه ونه وویل.

هغه په دغه ویډیویي پیغام کې له افغان امنیتي ځواکونو هم مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې له خپل ولس څخه ملاتړ کړی او په دې لاره کې یې سترې قربانۍ ورکړي دي.

ولسمشر محمداشرف غني وویل، په اوسنیو شرایطو کې د افغان امنیتي ځواکونو د بیا انسجام او د دوی ترمنځ همغږي رامنځ ته کول، د حکومت په لومړیتوبونو کې دي او دا چاره په چټکۍ روانه ده.



ولسمشر محمداشرف غني په هېواد کې د روان وضعیت په اړه دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ناټو سازمان پرون د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته رابللې وه او په دغه ناسته کې د ناټو غړو هېوادونو له افغان حکومت او د افغانستان له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ.

په ورته مهال ناټو سازمان ویلي، که په دغه هېواد کې وسله‌والو طالبان د زور له لارې واک ترلاسه کړي، دوی به یې په رسمیت ونه پېژني.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې وسله‌والو طالبان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د هېواد د ۱۸ولایتونو مرکزونه نیولي چې دې چارې د ګڼ‌شمېر افغانانو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د وسله‌والو طالبانو له لوري د ولایتونو د مرکزونو د نیولو په لړ کې له دغه ولایتونو څخه زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي چې ګڼ‌شمېر یې کابل ته کډه شوي او اوس په خراب وضعیت کې ژوند کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام