
د سعودي ارامکو شرکت څلورو میاشتو کې ۳۲.۵ میلیارد ډالره ګټه کړې
د سعودي عربستان ارامکو شرکت ویلي چې د ۲۰۲۶ کال لومړۍ ربع کې یې تر ۳۲ میلیاردو ډالرو ډېره ګټه ترلاسه کړې. د راپورونو پراساس،

د سعودي عربستان ارامکو شرکت ویلي چې د ۲۰۲۶ کال لومړۍ ربع کې یې تر ۳۲ میلیاردو ډالرو ډېره ګټه ترلاسه کړې. د راپورونو پراساس،

زه محمدحسین جعفري د رڼا پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل یم. رسنیو کې د مصنوعي ځیرکتیا مسلې له پراخېدو او راڅرګندېدو سره، د دې ټکنالوژۍ د ځانګړتیاوو په اړه د محصلانو او ځوانانو ترمنځ ډېرې پوښتنې راولاړې شوې. په پیل کې د دې پلټفارم په اړه برداشتونه بېلابېل او کله ناکله ناسم وو.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې تېرو ۴۱ ورځو کې د فبروري له ۲۲مې راهیسې پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان شهیدان او ۶۲۶ ټپیان شوي.
د هغه په وینا، د پاکستان بریدونو له امله ۱۱۴۰ کورونه، ۱۳ ښوونځي، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۳۴ جوماتونه، ۲۵۶ دوکانونه او ۴۲ موټر ویجاړ شوي دي.

د ایران سپاهپاسداران یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر اسراییل او سیمه کې یې د امریکا په پوځي اډو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د

د ایران پوځ اعلان کړی چې د دې هېواد د هوايي دفاعي ځواکونو له لوري د امریکا او اسراییلو دوه پرمختللې بېپیلوټه الوتکې ویشتل شوې دي.
د پوځ په وینا، د امریکا یوه پرمختللېMQ-9 بېپیلوټه الوتکه د ایران د لرستان ولایت په اسمان کې د هوايي دفاعي سیستم له لوري په نښه شوې او نسکوره شوې ده. چارواکو ویلي چې دغه الوتکه د ایران د هوايي حریم له څار وروسته هدف ګرځول شوې ده.

د ملي دفاع وزارت مسوولان وایي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یې، د اېفسي یا سرحدي ځواکونو پر یوې قومنداني هوايي برید کړی دی.
د یاد وزارت په وینا، دغه برید د پاکستاني ځواکونو د وروستیو سرغړونو په ځواب کې شوی دی. د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، مولوي صدیقالله نصرت، ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد له بېلابېلو ولایتونو بریدونه شوي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش «António Guterres » ویلي چې د نړۍ د سولې خوب له جدي ګواښونو سره مخ شوی او د اټومي وسلو د کارولو خطر په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
ګوټرېش په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د نړۍ د کړکېچونو زیاتېدو د پوځي لګښتونو بېساری لوړوالی رامنځته کړی دی. د هغه په وینا، د کوچنیو او سپکو وسلو پراخېدل او د نویو ټکنالوژیو رامنځتهکېدل هم جګړې لامرګونې کړې دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي چې په ایران کې د پوځي نښتو زیاتېدو پر ماشومانو سخت او مرګونی اغېز کړی او تراوسه لږترلږه ۱۸۰ ماشومان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، تېره شپه د سوداګریزو توکو یو باروړونکی اورګاډی د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې د هرات د روزنک تمځای ته رسېدلی دی.
مجاهد نن جمعه، د کب ۱۵مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اورګاډي د سوداګریزو توکو ۳۷ واګنونه درلودل او د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږدرالېږد په عادي ډول روان دی.

د بلخ ولایت د مارمل ولسوالۍ زلزلهځپلي د بشري مرستو د وېش له پروسې شکایت کوي او وایي، دې سیمې ته په کافي اندازه مرستې

د دوی په وینا، دغه وضعیت په ځینو ولایتونو کې مېرمنو سره د محکمو د بېلابېلو چلند لامل شوی او مېرمنې له خاوندانو تر جلاکېدو وروسته د مَهر، نفقې، د ماشومانو حضانت څخه محرومې شي او ټولنیز فشارونه او تاوتریخوالی هم پر دوی زیات شوی دی.

افغانستان کې یوشمېر هغه ځوانان چې له دې وړاندې یې، په دولتي او بېلابېلو بنسټونو کې دنده لرله، د بېلابېلو لاملونو له امله له دندې ګوښه شوي دي.
دې چارې نه یوازې د دوی ژوند اغېزمن کړی او هیلې ورمړاوې کړي، بلکې د ټولنې پر اقتصادي وضعیت هم اغېز کړی دی.
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رییس قاري محمدرحیم نصرت وويل، ۱۵۳ ځوانان له شپږ مياشتنيو حرفهيي زدهکړو فارغ شول. هغه نن (دوشنبه، میزان

د افغانستان د بیمې قانون دویمه ماده کې ویل شوي چې بیمه د بیمهکوونکي او بیمهکېدونکي ترمنځ داسې یو قرارداد دی چې پر اساس یې بیمهکوونکی د ټاکلې بیمې حق ترلاسه کولو په بدل کې، د مقابل لوري د خسارې جبران په غاړه اخلي.
ګڼ شمېر ښځې وایي چې په ډېری کارځایونو کې کارکوونکو ته هېڅ ډول بیمه نه ورکول کېږي.

د امريکا په نيويارک ايالت کې د سيلانيانو يو بس چپه شوی چې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون ۵ کسان مړه او

دغه سروې چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د ۱۰۲۰ کروندګرو په ګډون شوې، په کلیوالي سیمو کې پر ټولنیز پایښت، خوړو خوندیتوب او د خلکو پر معیشت د وچکالي د پراخو اغېزو، کره او ټکانورکوونکی خبرداری وړاندې کوي.
موندنې ښيي چې وچکالي یوازې اقلیمي ننګونې نه، بلکې څو اړخیز ناورین دی چې اقتصادي، ټولنیزې او چاپېریالي پایلې له ځان سره لري او د کروندګرو ژوند ګواښي.