د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې پر بنسټ یې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي دې تر بلې خبرتیا پورې تړلې پاتې وي.

د یاد بنسټ مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې دا ډول پرېکړه هېڅ منطقي توجې نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې مرستیاله تورپېکۍ مومند وايي، نجونې زده‌کوونکې زده‌کړو ته نه پرېښودل، تر ټولو لویه جفا ده.

د هغې په خبره، ښوونه د ټولو نجونو او هلکانو حق دی او اسلامي امارت باید د خلکو او نړیوالي ټولنې پر وړاندې باید خپل باور خراب نه کړي.

تورپېکۍ مومند وايي، ښوونه دې د سیاست لپاره نه قرباني کوي او اسلامي امارت دې هر څومره ژر چې کېږي، نجونې ښوونځيو ته پرېږدي.

د پوهنې وزارت دې پریکړې زده‌کوونکي هم اندېښمن کړي. د یولسم ټولګۍ زده‌کوونکې شګوفه وايي، اسلامي امارت د خپلو ژمنو خلاف د نجونو د ښوونې مخه ونیوله.

د هغې په خبره، اوس ددې وخت دی چې د پوهنې وزارت نجونو ته د ښوونې زمینه برابره کړي. د دې ترڅنګ ښوونکې رییسه وايي، د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د دروازو تړل کېدل د اوسني وضیعت په اړه دوی هم ناهیلي کړي دي.

وموغوښتل په دې اړه د پوهنې وزارت نظر هم ولرو، خو د یاد وزارت ویاند مو پوښتونو ته ځواب را نه‌ کړ.

ټاکل شوې وه چې د نجونو ښوونځي له میاشتو ځنډ وروسته د نوي تعلیمي کال په پیل سره بېرته پرانیستل شي، خو د پوهنې وزارت وویل، د نجونو منځني او لېسې دورې ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت یاده پرېکړه په ملي او نړیواله کچه له سختونو غبرګونونو سره مخ شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام