د وروستیو څو ورځو پرمهال د هېواد په خینو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري د خبریالانو نیونې د رسنیو ملاتړو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ «نی» د یادو خبریالانو پر نیونې اندېښنه ښودلې او له امنیتي مسوولانو یې د یادو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې‌کېدو غوښتنه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

 د راپورونو له مخې، په روانه اوونۍ کې پنځه خبریالان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي چې د ځینو یې د نیونې لامل هم نه دی روښانه شوی.

د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د زمري ۱۵مه غزني کې د باختر خبري اژانس خبریال سیدوحدت‌الله ابدالي د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی چې لا یې د نیونې لامل نه دی معلوم.

ټولنیزې رسنۍ

په ننګرهار کې بیا امنیتي ځواکونو د کلید راډیو دوه خبریالان فقیرمحمد فقیرزی او جان اغا صالح نیولي دي. دغه خبریالان پرون پنج‌شنبه د زمري ۱۹مه نیول شوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ نی نن جمعه د زمري ۲۰مه په یوې خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې چې د دغه ډول نیولو دوام به افغانستان کې د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کړي.

په خبرپاڼه کې د غزني، پکتیا او ننګرهار له محلي مسوولانو غوښتنه شوې چې نیول شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د نی په خبرپاڼه کې راغلي: «د نی ادارې په باور داسې غیرې اصولي نیونې کولای شي چې پر خبریالانو فشار راوړي، که داسې کړنې ادامه پیدا کړي خبریالان د وېرې په فضا کې راولي، د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی افغانستان کې په یوې جدي ستونزې بدل کړي. نی ننګرهار، پکتیا او غزني کې له امنیتي مسؤلینو غواړي چې خبریالان ژر راخوشې کړي، همدارنګه غواړي، که کومه دعوه وي، نو موضوع دې رسنیو د تخطۍ کمیسیون ته وړاندې کړي.»

په ورته مهال پرون پنج‌شنبه د زمري نولسمه کندوز کې امنیتي ځواکونو د سلام‌وطندار محلي خبریال حسیب حساس هم نیولی دی.

نی په یوې جلا خبرپاڼه کې د حسیب حساس د ژر تر ژره د خوشې‌کېدو غوښتنه کړې ده. حسیب حساس د سلام‌وطندار محلي خبریال دی چې له یاد ولایت څخه سلام‌وطندار ته خبرونه او راپورونه جوړوي.

تصویر: حسیب حساس فېسبوک‌پاڼه

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ نی همداراز په خپره کړې خبرپاڼه کې پکتیا کې د اریانانیوز د خبریال حبیب سراب خبر هم ورکړی دی.

یاد بنسټ دې خبرپاڼه کې هغو ټکو ته هم اشاره کړې چې میاشت وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو ویلي و «څوک حق نه‌لري چې د رسنیو او خبریالانو په چارو کې لاسوهنه وکړي او یواځینی صلاحیت لرونکې مرجع د یاد وزارت د رسنیو د تخطۍ کمیسیون دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د امنیتي ځواکونو له لوري د خبریالانو د نیولو یادو پېښو خبریالان اندېښمن کړي او خپل برخلیک او راتلونکې ته په وېره کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام