
پر غزې د اسراییل بریدونه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲ فلسطینیان وژل شوي
غزه کې د اوربند ټینګښت په تړاو هڅو سره هممهاله، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو هوايي او ځمکني بریدونه زیات کړي. د

غزه کې د اوربند ټینګښت په تړاو هڅو سره هممهاله، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو هوايي او ځمکني بریدونه زیات کړي. د

د کورنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، سرطان ۱۲) ویلي چې د عامه امن ځواکونو د عاشورا مذهبي ورځو په رانږدې کېدو سره، د کابل تکیهخانو او اړونده سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي.
د مسوولانو په وینا، دغه تدابیر د هېوادوالو د امنیت ټینګښت، د احتمالي ګواښونو مخنیوي او په ارامه فضا کې د عاشورا مراسمو ترسره کېدلو په موخه نیول شوي.

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته د سفر په ترڅ کې نن د دغه هېواد لومړي وزیر علي اسدوف سره وکتل.
د دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران سفیر علیرضا بیکدلي سره لیدنه کې پر دوه اړخيزو مسایلو په ځانګړې توګه له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په موضوع خبرې کړي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضيا احمد تکل تېره ورځ ویلي چې دغه لیدنه کې امیرخان متقي له ایرانه په ډلهییزه توګه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښه ښوولې.

د قطر بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه کې ویلي، د ایران سپاه پاسداران له لوري په العدید اډې توغندیز برید په کلکه غندي.
بیانیه کې ویل شوي چې په العدید اډې د ایران برید د قطر د حاکمیت، هوایي حریم او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
بیانیه کې راغلي چې: “قطر حق لري چې د سرغړونې د نوعیت او اندازې او د نړیوالو قوانینو سره سم مستقیم ځواب ورکړي.”

د اسراییلو د پوځ ویاندې ایفي ډفرین وايي چې د ایران پر وړاندې د دوی ځمکني او هوايي بریدونه او عملیات روان دي.
نوموړي دغه څرکندونې نن جمعه، جون ۲۰مه، په خپل ورځني خبري ناسته کې کړي دي.

کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې دغه هېواد افغان موټرچلوونکو ته د یو کلنې ویزې د ورکړې پرېکړه کړې ده.
یاد سفارت نن جمعه، جون ۲۰مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاده ویزه به ۱۰۰ ډالره فیس ولري او په وینا یې، موټرچلوونکي کولای شي، څو ځلې پاکستان ته تګراتګ وکړي.

د غزې د مرکزي سیمې اړوند نتزاریم بندر کې د اسراییلي ځواکونو د ډزو پرمهال ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن «جمعه، جون۲۰» راپور ورکړی چې دغه مرګژوبله هغه مهال رامنځته شوې چې اسراییلي ځواکونو پر مرسته ترلاسه کوونکو ډزې وکړې.

د اسراییلو په مرکزي سیمه بئرالسبع د ایران د توغندیزو بریدونو له امله تر دې مهاله د شپږو کسانو د ټپيکېدو او ۱۸ هستوګنیزو کورونو د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی دی.
د بئرالسبع ښاروالي چارواکو ویلي چې دغه کسان او ویجاړي د ایران د توغندیو د لګېدلو له کبله رامنځته شوې ده.

په هلمند کې د لبنیاتو د پروسس یوه نوې کارخونه پرانېستل شوه چې د ورځې له شپږو تر اوو زرو لېټره شیدې پهکې پروسس کېږي.
په دې کارخونه کې مستې، پنېر، کوچ او نور لبنیات تولیدېږي چې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.
د کارخونې مسوول عقل خان سلاموطندار ته وایي چې په دې پروژه کې شاوخوا لس میلیونه افغانۍ پانګونه شوې چې په وینا یې، له ډلې یې، ۳۳زره امریکایي ډالر د «هالنډ کمېټې» لهخوا تمویل شوي دي.

د کورنيو چارو سرپرست سراجالدين حقاني پکتیا کې یوې غونډې ته ویلي، څوک حق نهلري، د جهاد په نوم نور هېوادوال وځوروي.
نوموړي پرون «پنجششنبه، جون ۲۰مه» مرکز ګردېز کې له قومي مشرانو سره په يوه ولسي غونډه کې همداراز وويل چې د وطن ابادي لپاره یووالی باید وساتل شي او په وینا یې، د ولس یووالی به د وطن د پرمختګ لامل شي.

بدخشان کې د نسايي او ولادي یوشمېر متخصصې ډاکټرانې وايي، له رحم څخه بهر اومېندواره کېدل د ښځو لپاره یوه جدي روغتیايي اندیښنه ګرځېدلې.
د دوی په وینا، د کافي پوهاوي نهشتوالی، د درملنې مرکزونو ته مراجعه کې ځنډ او د اسانتیاوو نهشتون لامل شوی چې دا حالت د ډېری مېرمنو ژوند وګواښوي.

ملګروملتونو افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د خوارځواکۍ پروړاندې د مبارزې لپاره د ګډ ستراتیژیک اقدام غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاده غوښتنه د بېړنیو، ګڼو سکتورونو او د خوارځواکۍ له ټولو ډولونو سره د مبارزې او د زیانمنو ماشومانو او ښځو د لاډېر زیانمنېدو مخنیوي لپاره د اقداماتو ملاتړ دی.

د «هالو ټرسټ» د ماین پاکۍ موسسې ویلي، افغانستان د نړۍ په سطحه په ناچاودو توکو ککړ هېواد دی او په کې ۶.۴ میلیون کسان د ماینونو له خطر سره مخ دي.
د ماین پاکۍ دغې موسسې تېره ورځ (سهشنبه، جوزا ۲۰) پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي.

د «مرسي کورپس» په نوم غیر دولتي سازمان راپور ورکړی چې کابل کې له ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخیستنه د پام وړ ډېره ده او تقریبآ د دغه ښار تر نیمايي څاګانې وچې شوي.
ګاردین ورځپاڼې د مرسي کورپس سازمان په خبره راپور ورکړی چې کابل کې په تېرو لسو کلونو کې د چټکې ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله اوبو ته لاسرسی کم شوی.

د امریکا میلیاردر او د اېکس شبکې او ټسلا کمپنۍ مشر ایلان ماسک ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له حکومت سره یې رسمي دنده