د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین؛ تر ۱۱میلیون ډېر ماشومان واکسین کیږي

روان میلادي کال کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د تطبیق سراسري کمپاین دویم پړاو نن (دوشنبه، جوزا پنځمه) هېواد کې پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، دغه کمپاین څلور ورځې دوام کوي او په کې تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۱۱ میلیون او ۸سوه زره ماشومان واکسین کیږي.

د متقي او عراقچي لیدنه؛ د اړیکو پر پیاوړتیا او د کډوالو مسلې پر حل ټینګار شوی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي تېره ورځ (شنبه، ثور ۲۷) تهران کې د ایران بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دغه لیدنه کې پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او د افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې شوي دي.

عبدالغني برادر: تاتارستان ته سفر مو له لاسته راوړنو ډک وو

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د روسيې فدراسيون تاتارستان ته له څلور ورځني سفر وروسته تېره شپه بېرته کابل ته راستون شو.

هغه د کابل هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د دې سفر پر مهال یې د تاتارستان او د موردوویا جمهوریتونو له ولسمشرانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په تړاو مهمې غونډې کړي او سفر یې له لاسته‌راوړنو ډک و.

د برښنا شرکت مشر د کاسا زر پروژې ناستې کې د ګډون لپاره تاجکستان ته روان شو

د برښنا شرکت پر اېکسپاڼه ویلي چې د دغه شرکت اجراییه رییس عبدالباري عمر په مشرۍ پلاوی نن د کاسا زر پروژې په اړه ناسته کې د ګډون په موخه تاجیکستان ته روان شو.
یاده ناسته کې د تاجیکستان په ګډون د قرغیزستان، افغانستان، پاکستان او اسلامي پراختیایي بانک استازي ګډون کوي او تمه ده چې د پروژې په اړه «هر اړخیزې» خبرې وکړي.

سراج‌الدین حقاني پاکستان او چین سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني کابل کې د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره لیدلي.
سراج‌الدین حقاني د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي.