Asset 1SWN

افغانستان کې یو میلیون ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي

A 9-year-old Afghan girl works in a brick factory on the outskirts of Kabul, Afghanistan, Saturday, Aug. 20, 2022. Aid agencies say the number of children working in Afghanistan is growing ever since the economy collapsed following the Taliban takeover more than a year ago. (AP Photo/Ebrahim Noroozi)

بلخ کې د کار نړیوال سازمان «ای‌اېل‌او» له لوري نن د جون ۱۲مه د کارګرو ماشومانو د کار مخنیوي نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

په یاده نمانځ‌غونډه کې د کار نړیوال سازمان مسوولانو اندېښنه وښوده چې افغانستان کې تر یو میلیونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلخ کې د کار نړيوال سازمان استازي عبادالله احمدي یاده غونډه کې وویل چې بې‌وزلي، د کاري فرصتونو کموالى او د کورنيو د مشرانو وزګارتیا لامل شوې چې افغانستان کې د کارګرو ماشومان شمېر لوړ شي.

نوموړي وویل: «څه باندې یو میلیون ماشومان چې عمرونه یې له پنځو تر ۱۷کلنې دي پر کارونو بوخت دي. کار او درانه کارونه لږ توپیر لري او له بده‌مرغه چې موږ یې افغانستان کې شاهدان یو چې ماشومان د ډبرو سکرو کان کې کار کوي. همداراز دوی سوال کولو ته اړ کېږي او دا یوه غمیزه ده.»

کوچنی اسدالله چې د مزارشريف ښار په یوه څنډه کې پر درنو کارونو بوخت دی، سلام‌وطندار ته وايي چې د بې‌وزلۍ له امله ښوونځي ته د تلو پر ځای اړ دي چې د خپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه درانه کارونه وکړي. هغه وویل: «پلار مې سپین ږیری دی او زه دلته کار ته راځم، ښوونځي ته تلم، خو اوس نشم تللی.»

د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست د رسمي شمېرو پر بنسټ اوس په دغه ولایت کې څه باندې ۱۶زره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست د ټولنيزې څانګې رییس بريالي فايق وویل: «بلخ کې مو چې کومه سروې کړې، شاوخوا ۱۶۰۸۴ کسان پر درنو کارونو بوخت دي او څنګه یې چې موږ ووینو په شمېر کې یې کموالی نه دی راغلی.»

بل‌خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي د کارګرو ماشومانو د ملاتړ، د زده‌کړو او کاري فرصتونو د برابرولو برخه کې د هڅو خبره کوي.

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دین‌محمد حقبین وویل: «د ریاست‌الوزرا په مشري کمېسیون جوړ شوی او دوی پسې ګرځي، الحمدالله په ۱۰۰ کې ۸۰سلنه کنټرول شوي، موږ غواړو چې د دوی لپاره د کار او تعلیم زمینه برابره کړو، خو دا شل کلنه مسله ده او یوه دوو کلونو کې نه حل کېږي.»

د کارګرو ماشومانو د کار مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت د کار نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې نړۍ د ماشومانو د کار کمولو برخه کې پرمختګونه کړي، خو د دغه بنسټ د راپور پر بنسټ، ټوله نړۍ کې ۱۶۰میلیونه ماشومان د مزدورۍ قرباني دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش یوه ټویټ کې د ماشومانو د کار بندولو او له سختو کارونو د ماشومانو ساتنې غوښتنه کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې په نړۍ کې له هرو لسو ماشومانو څخه یو کارګر دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام