که څه هم د اسلامي امارت چارواکو له «نوروز» یوه ورځ وړاندې ویلي وو چې د دې ورځې د نمانځنې مخه نیسي، خو د هېواد په ډېری ولایتونو کې خلکو د وېرې او کمزوري اقتصاد له امله د نوروز جشن نه دی نمانځلی.

 دوی وايي چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د اسلامي امارت له لوري بندیزونو هم د تېر په پرتله د یاد جشن د نمانځنې مینه سړه کړې وه او پر دغه ورځ په خپل کور ناست وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار اوسېدونکی الماس وايي، که څه هم د پلازمېنې په کارته‌سخي کې د جنډې پورته کولو مراسم ترسره شول، خو د هغه په وینا، د تېر په څېر د خلکو ګڼه‌ ګوڼه خورا کمه وه.

د کابل ترڅنګ بلخ هغه ولایت دی چې هر کال به په‌کې د جنډې پورته کولو مراسم  جوړېدل او د حکومت لوړپوړو چارواکو به په‌کې ګډون کاوه، خو سږکال د اسلامي امارت له لوري د اعلان شوې تګلارې له مخې، دغه مراسم ونه شول.

بل‌خوا په کندهار، زابل او روزګان هم د نوي کال نمانځنه باندې محدودیتونه لګول شوي وو. د یاد ولایتونو د اوسېدونکو په خبره، د اسلامي امارت د وېرې له کبله پر دغه ورځ سنتي مراسم نه دي ترسره شوي.

د دوی په وینا، که څه هم د نوروز جشن کې د ګډون لپاره ګڼ‌شمېر خلک لېواله وو، خو د حکومت له لوري د نوروز رخصتۍ لغوه کېدل، د دې لامل شول چې دوی په نورو جشنونو کې له ګډون  پاتې شي.

په ورته مهال په دایکندي او بامیانو ولایتونو کې هم خلکو د اقتصادي ستونزو له کبله نورو جشن نه دی نمانځلی. د یاد ولایت اوسېدونکي وايي چې هېواد کې وروستیو تحولاتو د دوی روزګار خراب کړی او زړه یې نه دی ښه کړی چې نوروز ونمانځي.

د غور، کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکي هم وايي چې په دغه ولایتونو کې د نوروز جشن د تېرو کلونو په څېر ونه نمانځل شو او دغه ورځ یې له ځانګړو مراسمو پرته تېره کړه.

بل‌خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي چې اسلامي امارت د نوروز جشن پر نمانځنه محدودیت نه دی لګولی.

نوموړي وویل: «دا مونږ په کلکه غندو چې کواګې اسلامي امارت د نوروز جشن پر نمانځنه او خلکو باندې دې بندیز لګېدلي وي. اسلامي امارت یوازې پر هغو څېزونو درېږي چې د دوی د پالیسۍ سره سم وي.»

هېوادوال په داسې حال کې د نوروز جشن د نانځنې پر وړاندې د محدودیتونو خبره کوي چې له دې وړاندې به هر کال یاد جشن په دولتي او نادولتي ځانګړو مراسمو نمانځل کېده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې نوروز د افغانسستان په ګډون د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې نمانځل کېږي. ایران، عراق، افغانستان، هند، قزاقستان، پاکستان، تاجکستان، قرقیزستان، ترکمنستان، ازبکستان، اذربایجان او ترکیه هغه هېوادونه دي چې اوسېدونکي یې هر کال په ځانګړو مراسمو کې د نوروز جشن نمانځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام