د یوشمېر دولتي روغتونونو ډاکتران وايي، د ښځینه ډاکټرانو کمښت د روغتونونو او ناروغانو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي دي.
د وزیر محمداکبرخان روغتون د داخله ناروغیو متخصص سیدفرید سلاموطندار ته وايي چې روغتونونو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت د ناسم تشخیص او د ښځینه ناروغانو په ځانګړې توګه د اومېندواره مېرمنو د وضعیت خرابېدو لامل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «د اورتوپیدي او داخله څانګو کې یوازې یوه ښځینه ډاکټره لرو. د جراحي برخه کې هم یوازې څو ډاکټرې دي او له محدودیت وروسته دا کمښت ډېر شوی او د اګزېټ ازموینې نه اخیستل هم لامل شوي چې نوي ډاکټرانې جلب نشو کړای.»
په ورته وخت کې د افغانستان د قابلهګانو ټولنې رییسه نجمسما شفاجو هېواد کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت د اومېندواره مېرمنو د مړینې کچې لوړېدو اصلي لامل بولي.
نجمالسما شفاجو زیاتوي چې د نسايي ولادي برخې ګڼشمېر ښځینه ډاکټرانې له هېواد وتلي چې له کبله یې دې برخه کې تشه رامنځته شوې او د مېندو د مړینې کچه هم ورسره لوړه شوې ده.
نوموړې وویل: «اګزېټ ازموینه هم نه اخیستل کېږي چې پر ځای نورې ډاکټرانې راشي. که د ښځینه ډاکټرانو کمښت همداسې دوام وکړي، موږ د اومېندواره مېرمنو د مړینې کچې لوړېدو شاهدان و.»
په همدې حال کې طب پوهنځیو څخه یوشمېر فارغه شوې نجونې روغتونونو کې د فعالیت جواز اخیستو لپاره، وروستۍ یا د «اګزیتاګزام» ازموینې اخیستلو ته په تمه دي.
د دغې ازموینې یوشمېر غوښتونکې هیلهمندي ښيي چې دغه ازموینه هرڅه ژر واخیستل شي او وکولی شي روغتونونو کې دندې پیل کړي.
کابل کې معالجوي طب پوهنځي څخه فارغه شوې جمیلې سلاموطندار ته وویل: «باید ازموینه د افغانستان دننه واخیستل شي او ډاکټران هم زموږ خپله وي. ډاکټران چې له بهره راځي ناروغان یې د درملنې لګښت نشي ورکولای. که ډاکټر یې د سیمې او ولایت وي، په اسانه یې ستونزه حلېږي.»
د عامې روغتیا وزارت مسوولانو د دغه رپوټ په تړاو د سلاموطندار خبریال پرلهپسې اړیکو ته ځواب ور نه کړ.
داسې حال کې چې د افغانستان د طبي شورا مسوولان وايي، طب پوهنځیو څخه فارغه شوې نژدې ۳زره نجونې «اګزیت اګزم» ازموینې ته په تمه دي، خو د عامې روغتیا وزارت تراوسه اجازه نه ده ورکړې چې دغه ازموینه واخلي.