هرات کې جوړ شوي دوه موټر نندارې ته وړاندې شول

هرات کې په لومړي خل جوړ شوي دوه موټره نندارې ته وړاندې شول. دغه موټر چې یو یې لیموزین او بل یې د ګرځنده رسټورانټ په بڼه جوړ شوي، پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د هرات ښار پر سرکونو یې ازمیایښتي حرکت وکړ چې د خلکو له تود هرکلي سره هم مخ شو. د یوه موټر جوړونکی غوث‌الدین بارکزی سلام‌وطندار ته وايي چې له فورګرس موټر څخه یې شپږ دروازې لرونکی «لېموزین» ډوله موټر جوړ دی.

پروان کې یو کس د خپل «تره د زوی» له‌خوا وژل شوی

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یو کس د خپل د تره زوی «اکاه زوی» له‌خوا وژل شوی دی.

پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د یاد ولایت د بګرام ولسوالي اړوند سیمه کې شوې ده. د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي سلام‌وطندار ته د پېښې د تایید ترڅنګ وايي چې دغه کس د ټوپک ډزو وژل شوی دی.

بغلان کې ټرافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی

 د بغلان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې د دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال څلور کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي دی.

د بغلان د ټرافیکو مدیریت د پېښو امر صفي‌الله عمري سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د «نصرت امین» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټر له سړک واوښت او د «ګوهرګان» سیند پرېوت.

بدخشان کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۸کسان ټپیان شوي

بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په یاوان ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۱۸کسان ټپیان شوي دي.

پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د دغه ولایت د یاوان ولسوالي په «سفیدار ایلکه» کلي کې د یوه موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.

جوزجان کې یوه ۵۸کلن کس ځان‌وژنه کړې

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اقچه ولسوالي کې یوه ۵۸کلن کس ځان‌وژنه کړې ده.

پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د اقچې ولسوالي په ګذر مهراباد سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ښځینه ډاکټرانو کمښت؛ «د اومېندواره مېرمنو د مړینې کچه به لوړه شي»

د دولتي روغتونونو ډاکتران وايي، د ښځینه ډاکټرانو کمښت د روغتونونو او ناروغانو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي دي.

د وزیر محمداکبرخان روغتون د داخله ناروغیو متخصص سیدفرید سلام‌وطندار ته وايي، روغتونونو کې د ښځینه ډ‌اکټرانو کمښت د ناسم‌ تشخیص او د ښځینه ناروغانو په ځانګړې توګه د اومېندواره مېرمنو وضعیت خرابېدو لامل کېږي.