Asset 1SWN

جوزجان کې یوه ۵۸کلن کس ځان‌وژنه کړې

Jowzjan

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اقچه ولسوالي کې یوه ۵۸کلن کس ځان‌وژنه کړې ده.

پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د اقچې ولسوالي په ګذر مهراباد سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان د امنیې قومنداني ویاند عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه کس عبدالله نومېده او ځان یې زندۍ کړی دی.

د حلیمي په وینا، تراوسه معلومه نه ده چې دغه کس ولې ځان‌وژنه کړې، خو زیاته یې کړه چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولانو یې لامل تر ډېره کورني تاوتریخوالي، بې‌وزلي او رواني ستونزې یادې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام