Asset 1SWN

بادغیس کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

بادغیس

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه ۱۹کلن ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

پېښه پرون دوشنبه د غويي ۲۵مه د یاد ولایت د جوند ولسوالي اړوند «ګزستان» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بادغیس د امنیي قومنداني ویاند صدیق‌الله صدیقي سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ځوان خپل پلار سره لفظي شخړه کړې وه چې وروسته یې ځان‌ ویشتی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.


غور کې یوه ماشوم ځان‌وژنه کړې

بدخشان کې یوه ۲۵کلن ځوان ځان‌وژنه کړې

دایکندي کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې


دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې ورته پېښې شوي چې مسوولانو یې لامل تر ډېره کورني تاوتریخوالي، بې‌وزلي، وزګارتیا او رواني ستونزې یادې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام