Asset 1SWN

ننګرهار کې یوه ۵۵کلن کس ځان‌وژنه کړې

Nangarhar-today

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یوه ۵۵کلن کس ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند عبدالبصیر زابلي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون سه‌شنبه د غويي ۱۲مه د دغه ولایت د مومندرې ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د زابلي په وینا، دغه کس چې رحیم‌داد نومېده، رواني ناروغي یې لرله او ځان‌وژنه یې کړې ده. د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند د یاد کس د کورنۍ د غړیو له خولې ویلي چې دغه کس په ټوپک ځان ویشتلی او وژلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم په یاد ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې د ځان‌وژنې پېښې رامنځته شوي چې مسوولانو یې لاملونه، کورنی تاوتریخوالی، رواني ناروغۍ او بې‌وزلي یاد کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام