Asset 1SWN

سلام وطندار

فاریاب کې یوې ښځې ځان‌وژنه کړې

گرزيوان

فاریاب کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې یوې ۵۶کلنې ښځې ځان‌وژنه کړې ده.

سرچینې زیاتوي چې پېښه د دغه ولایت قرغان ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې همداراز ویلي چې یاده مېرمن سلطانه نومېده او پرون پنج‌شنبه د غويي اوومه د قرغان ولسوالي اړوند «باغ‌وبوستان» کلي یې ځان‌وژنه کړې او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

ویل کېږي چې دغې مېرمنې د رواني ناروغۍ له امله ځان‌وژنه کړې ده. له دې پېښې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې هم یادې ولسوالي کې یوه ۳۵کلن کس د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ځان‌وژنه کړې وه.

دا په داسې مهال دی چې پرون کاپیسا کې هم یوې ښځې ځان‌وژنه کړې وه. د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي و چې دا پېښه پرون پنج‌شنبه شاوخوا نهه بجې د دغه ولایت د مرکز اړوند په بادام‌علي سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، یاده ښځه یاسمین نومېږي چې دېرش کاله عمر لري او د پروان د بګرام ولسوالي د «نوده» کلي اصلي اوسېدونکې ده.

هغه وايي، تر اوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه دي روښانه او امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې او څېړنې پیل کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د تېر یوه کال پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي. د دغو پېښو ډېری لاملونه بې‌وزلي، کورنی تاوتریخوالی او دوښمني په ګوته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام