د بدخشان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار اړوند سیمه کې یوه ۲۵کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي چې د مرکز فیضاباد اړوند نوي ښار سیمه کې نن یکشنبه د وري ۲۷مه د احمدخالد په نوم کس د کورنیو ستونزو له کبله ځان زړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په وینا، دغه کس د پرزو د پلور هټۍ لرله او یوه اوونۍ وړاندې له خپلې مېرمنې جدا شوی و.
بلخوا د بدخشان ولایتي روغتون سرطبیب شفقالله همدرد بیا وايي چې دغه ځوان داسې مهال روغتون ته راوړل شوی و چې مړ و.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې په دغه ولایت او د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې تر ډېره لامل کورنۍ ستونزې او د ژوندانه ناوړه شرایط په ګوته کوي.