د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر راهیسې د اسراییلو د روانو پوځي عملیاتو له امله تر دې دمه ۷۲،۶۱۲ کسان شهیدان شوي او ۱۷۲،۴۵۷ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، لا هم زرګونه کسان د ویجاړو شویو ودانیو لاندې ورک ګڼل کېږي.
د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) راپور ورکړی چې نن سهشنبه سهار د غزې ښار د «العیون» په سیمه کې د اسراییلو د بېپيلوټه الوتکې په برید کې یو فلسطینی شهید شوی او څو نور کسان سخت ټپیان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د طبي سرچینو په وینا، ټپیان سمدستي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو حالت نازک ښودل شوی دی.
بلخوا، دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې د سیمې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.