د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او دیني عالم شیخ مولانا ادریس د نامالومو وسلهوالو ډزو کې ووژل شو.
پاکستاني رسنیو نن سهشنبه ثور ۱۵ / مې ۵ راپور ورکړی چې وسلهوالو سهار مهال د خیبرپښتونخوا ایالت «چارسده» سیمه کې د هغه پر موټر ډزې وکړې.
راپور کې ویل شوي چې هغه ځای پر ځای ساه ورکړې او دوه ساتونکي یې سخت ټپیان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي.
پولیسو سیمه محاصره کړې او د وسلهوالو لټون یې پیل کړی.
شیخ ادریس د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعيت علمای پاکستان ګوند غړيتوب درلود.