د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو ازادۍ نړیواله ورځ ونمانځله

نن (د مې دیارلسمه، چهارشنبه) د مطبوعاتو ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د حکومت د رسنیو مرکز کې دا ورځ ونمانځله. د دغه وزارت مسوولانو خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې به حل کړي.

د مطبوعاتو ازادۍ نړیواله ورځ؛ ښځینه خبریالانې: دوه‌ګوني چلن سره مخ یوو

د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله هېواد کې یو‌شمېر ښځینه خبریالانې سلام‌وطندار ته وايي چې له نږدې دوو کلونو راهیسې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له جنسیتي تبعیض سره مخ دي.

دغه ښځینه خبریالانې د ا.ا له مسوولانو غوښتنه کوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې دې ورسره دوه‌ګونی او تبعیضي چلن نه کوي.

د دوحې دوه ورځنۍ ناستې ګډونوالو ا.ا سره پر تعامل ټينګار کړی

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د دوحې دوه ورځنۍ ناستې وروسته د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې یاده ناسته کې هڅه وشوه، څو ا.ا سره د تعامل په موخه ګټور او ګډ دریځ رامنځته شي.

د نوموړي په وینا، د یادې غونډې ګډونوالو ا.ا سره د تعامل او باثباته افغانستان سره د مرستې لپاره د یوې ګټورې تګ‌لارې پر جوړېدو ټينګار کړی.

ننګرهار کې یو ماشوم د انسان تښتونکو له منګولو ازاد شوی

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو د انسان تښتونکو له منګولو یو ماشوم ازاد کړی دی.

د ننګرهار د امنیې قومنداني وياند عبدالبصير زابلي سلام‌وطندار ته ویلي چې د بټي‌کوټ ولسوالي اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو یو ماشوم د انسان تښوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ نی: د خبریالانو فعالیت دې د بشري‌حق په توګه تضمین شي

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) نن چهارشنبه د غويي ۱۳مه د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې خبرپاڼه کې ویلي، د رسنیو او خبریالانو ازاد فعالیت باید افغانستان کې د یوه بشري‌حق په توګه تضمین کړل شي. د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، له نږدې دوو کلونو راهیسې هېواد کې د رسنیو خپلواک فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

لوګر کې د دوو جلا پېښو پر مهال دوه کسان وژل شوي

د لوګر امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال ناپېژنده وسله‌والو دوه کسان په ډزو وژلي دي.

د لوګر د امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي چې لومړی پېښه د محمداغې ولسوالي په «زرغون‌ښار» سیمه کې رامنځته شوې ده.

ننګرهار کې یوه ۵۵کلن کس ځان‌وژنه کړې

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یوه ۵۵کلن کس ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند عبدالبصیر زابلي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون سه‌شنبه د غويي ۱۲مه د دغه ولایت د مومندرې ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

پکتیا کې د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ۱۰ ټپیان شوي

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له کبله څلور کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان دي.

پېښه پرون سه‌شنبه د غويي ۱۲مه د مرکز ګردېز ښار «حلیم کلا» سیمه کې رامنځته شوې ده. د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند منیب ځدراڼ وايي، دغه ټرافیکي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د یوې «بکسې موټر» ټایر وچاودېد او له سړک واوښت.