د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د دوحې دوه ورځنۍ ناستې وروسته د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې یاده ناسته کې هڅه وشوه، څو ا.ا سره د تعامل په موخه ګټور او ګډ دریځ رامنځته شي.

د نوموړي په وینا، د یادې غونډې ګډونوالو ا.ا سره د تعامل او باثباته افغانستان سره د مرستې لپاره د یوې ګټورې تګ‌لارې پر جوړېدو ټينګار کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګوټرېش ویلي: «دغه ناسته د یوې نړیوالې ګډې تګ‌لارې د جوړېدو په اړه وه. نه د ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره او هغه څه چې اړین وو، دا چې موږ ټول د یوه بل اندېښنې او محدودیتونه درک کولای شو، خو هوکړه‌ مو وکړه چې ګډ کار وکړو. ګډونوال د افغانستان د ثبات په اړه اندېښمن دي او اندېښنې راپارولي چې د ترهګریزو سازمانانو دوامداره حضور دی، هغه څه چې د سیمې او نړۍ هېوادونه ګواښي.»

د ملګروملتونو د سرمنشي زیاته کړې چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون، دغه هېواد، سیمې او له دې ورهاخوا دی. د دوحې ناستې ته د ا.ا چارواکو نه‌وو وربلل شوی چې دا موضوع د ا.ا د حکومت له نیوکو سره هم مخ شوې.

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وايي چې د افغانستان د استازیو له حضور پرته ناستې به مثبتې پایلې ونه‌لري. که څه هم یاده ناسته کې د ا.ا سره پر تعامل خبرې شوي، خو د کریمي په وینا، ځینې پرېکړې چې د افغانستان کورنۍ مسلې دي، افغانان یې باید په اړه پرېکړه وکړي او نړیوال باید ورته درناوی ولري.

هغه وویل: «دې ناسته کې ځینې مثبت ټکي هم و چې د ا.ا سره پر تعامل خبرې شوي او دا ښه ګام دی. ځینې موضوعات چې د افغانستان کورني موضوعات دي، باید د افغانستان خلکو پرېکړې او ادارې ته درناوی وشي. د افغانستان کورنۍ مسایلو څخه دې سیاسي ابزار نه جوړېږي. د افغانستان سرحدونه خوندي دي، اسناد او شواهد نشته چې کومه ډله دې زموږ خاوره کې سنګر او دفتر ولري.»

 بل‌خوا د نړیوالو چارو شنونکي په دې باور دی چې ملګري ملتونه او ځواکمن هېوادونه دې پایلې ته رسېدلې چې د ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره ګامونه پورته کړي.

د پوهنتون سیدشفیق‌الله سادات وویل: «تراوسه په مستقیمه توګه د رسمیت پېژندنې چارې نه دي پیل کړي، خو  ګام دی چې باید پیل یې کړي. افغانان که ناسته کې وي، که نه وي، یا د افغانستان په استازیتوب څوک وي، که نه وي، بیا هم هره پرېکړه به ښه پرېکړه نه وي.»

په ورته مهال د نړیوال امنیت څېړونکی علي‌سجاد مولایي بیا وايي، د یادې ناستې له پیل وړاندې ملګروملتونو ته چې کوم پرانېستې لیکونه لېږدول شوي وو، د ناستې پر اجنډای اغېز کړی دی.

هغه وویل: «کوم لیکونه چې ملګرو ملتونو ته استول شوي وو، ناسته یې تر یوې اندازې تر اغېزې لاندې وه، په همدې دلیل هغه ډول چې باید مخکې تللې وای، ونه‌شوه. کله مو چې د ګوترېش خبرې هم واورېدې، ډېر په احتیاط او نرمه لحجه یې خبرې کولې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ملګروملتونو سرمنشي همداراز وايي چې د راتلونکو ګامونو لپاره به د یاد سازمان له‌ لوري یوه بله ناسته هم ډېر ژر جوړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام