Asset 1SWN

سټېفان دوجاریک: د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د دولتونو واک دی

Stephane-Dujarric1-900x600-1-q5aqdwh8sr4er00k0tdj63z78udft6c21pp5v00kg8

له هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړیو استازیو د غونډې او هلته په‌کې د اسلامي امارت د پر رسمیت پېژندلو موضوع د بحث خبر ورکړ او افغان سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو یې پر وړاندې توند غبرګونونه وښودل، د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند سټېفان دوجاریک وویل، د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو موضوع د دولتونو اړوند ده او یوازې هغوی کولای شي چې په اړه یې پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړې: «واقعیت دا دی چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ، غړي هېوادونه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه کوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي پر انعطاف او سټراټېژیک زغم د عملي او اصولي لارې پلوی دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د ښځو حقونو فعالې مریم معروف اروین سلام‌وطندار ته ویلي، په داسې حال کې چې افغان ښځې خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه لري، د ملګرو ملتونو له ادرس نه دا ډول څرګندونې او پرېکړه د تعجب وړ ده.

بله‌خوا د نړیوالو اړیکو استاد محمدحسن فقیري بیا وايي، که ملګري ملتونه اسلامي امارت په رسمیت هم وپېژني، په مشروط ډول به وي. هغه زیاتوي، ښايي هېوادونه هم ورته ګامونه اوچت کړي، خو په خبره یې، دا پرېکړې به پر شرایطو ولاړې وي او اسلامي امارت ته به وخت ورکړي چې ځان جوړ کړي.

د ښځو حقونو یوه بله فعاله سیما سادات بیا وايي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل به لامل شي چې د یوه مشروع حکومت په توګه په افغانستان کې هر ډول اقدامات وکړي.

د هغې په وینا، اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو په موخه افغان ښځې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې کارولي، څو پر هغوی د فشارونو او محدودیتونو په لګېدو سره نړیوال اړ کړي چې په رسمیت یې وپېژني یا هم تعامل ورسره وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

سیاسي فعال ویس ناصري بیا باور لري چې د امینې محمد څرګندونې ناسمې تعبیر شوي او د ملګرو ملتونو سازمان او نور دولتونه به تر هغه اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژني چې د هغوی مشخص شرایط یې نه وي منلي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې او بیا د پوهنتونونو زده‌کړیالانې له زده‌کړو محرومې کړي. دغه راز یې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینه‌وو پر کار هم بندیز ولګاوه او تازه یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې هم د ښځینه‌وو د کار مخه نیولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام