Asset 1SWN

ننګرهار کې یو ماشوم د انسان تښتونکو له منګولو ازاد شوی

بسلس

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو د انسان تښتونکو له منګولو یو ماشوم ازاد کړی دی.

د ننګرهار د امنیې قومنداني وياند عبدالبصير زابلي سلام‌وطندار ته ویلي چې د بټي‌کوټ ولسوالي اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو نن چهارشنبه د غويي ۱۳مه یو ماشوم د انسان تښوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه ماشوم د دوو ورونو له‌خوا تښتول شوی و او خپل کور کې یې ساته چې د امنیتي ځواکونو له لوري د عملیاتو په ترڅ کې ازاد کړل شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند همداراز زیاته کړې چې یاد ماشوم یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی. هغه ویلي چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو انسان تښتوونکی هم نیولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام