په غور کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې دغه پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې رامنځ ته شوې ده.

غور کې د اسلامي امارت د استخباراتو مرستیال محمدصادق رصاص وایي، انسان تښتوونکو چې کله هزاره قوم پورې اړوند دوه کسان وتښتول او وروسته یې ووژل، پر طالبانو یې هم ډزې وکړې چې د نښتې په پایله کې دوه انسان تښتونکي ووژل شول او یو‌شمېر یې وتښتېدل. د نوموړي په وینا، انسان تښتونکي په یوه ټکسي موټر کې سپاره وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د طالبانو لپاره د غور د والي مرستیال شمس‌الله طریقت انسان تښتونکي د داعش ډلې غړي بولي او وایي چې په دې برخه کې یې خپلې څېړنې پیل کړي دي. هغه زیاتوي چې ځواکونو یې نن سهار د پيښې په ځای کې خپلې پلټنې پیل کړي دي.

بل‌خوا د غور د ولایتي روغتون امر ملامحمود احمدي وایي چې بېګاه شپه ۱۰بجې له دغه پېښې څخه ورته یو ټپي او یو مړی وروړل شوی دی.

په ورته مهال غور کې محلي سرچینې وایي چې په دغه پېښه کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو په دغه ولایت کې د اسلامي امارت مسوولان دغه ادعاوې ردوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د دغې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام