کندوز کې د غلو له‌خوا د یوې خیاطۍ لوټل؛ خیاط ځان وژلی

کندوز کې محلي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د محي‌الدین په نوم یوه ځوان په دغه ولایت کې ځان وژلی دی. دغه ځوان شل کلن و او جامې یې ګنډلې. د سرچینو په وینا، یاد ځوان نن د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د «مال بازار څلورلارې» سره د جامو ګنډلو په دوکان کې یې ځان را ځړولی او وژلی دی.

طالبانو جوزجان کې د «۱۳۰واده شویو مېرمنو» د خرڅلاو په تور یو کس نیولی

په جوزجان کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د دویمې امنیتي حوزې د امنیتي ځواکونو له لوري د « ۱۳۰ واده شویو مېرمنو» د خرڅلاو او غلا په تور پنځه کسان نیول شوې دي. د جوزجان ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت دغه کار ستايي او هغه د جنايي جرمونو په راکمولو کې ګټور بولي.

غور کې د دوو غلو په ګډون څلور کسان وژل شوي

په غور کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې دغه پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې رامنځ ته شوې ده. غور کې د اسلامي امارت د ملي امنیت مرستیال محمدصادق رصاص وایي، انسان تښتوونکو چې کله هزاره قوم پورې اړوند دوه کسان ووژل، پر طالبانو یې هم ډزې وکړې چې د نښتې په پایله کې دوه انسان تښتونکي ووژل شول او یو‌شمېر یې وتښتېدل.

دايکندي کې پر يوې ښځې د غلو ډله‌ييز جنسي تېری؛ عاملان يې ونيول شول

د دايکندي د ښځو چارو رياست مسوولان تاييدوي چې د ياد ولايت په مرکز کې د غلو يوې ډلې پر ۲۰ کلنې ښځې ډله‌ييز جنسي تېری کړی دی.

د ياد ولايت د ښځو چارو رييسه بې‌نظیر جعفري سلام‌وطندار ته وايي، تېره اوونۍ شپې مهال يوې ډلې غلو د مسافرو يو موټر درولی او مالونه لوټلي او وروسته يې پر يوې ۲۰کلنې مسافرې ډله‌ييز جنسي تېری وکړ.