Asset 1SWN

کندوز کې د غلو له‌خوا د یوې خیاطۍ لوټل؛ خیاط ځان وژلی

kUNDUZ-pp3hhhi2lwv5ya43gw0ucx3h5s5v3vpwdf22w3az60

کندوز کې محلي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د محي‌الدین په نوم یوه ځوان په دغه ولایت کې ځان وژلی دی. دغه ځوان شل کلن و او جامې یې ګنډلې.

د سرچینو په وینا، یاد ځوان نن د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د «مال بازار څلورلارې» سره د جامو ګنډلو په دوکان کې یې ځان را ځړولی او وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرچینې زیاتوي چې غلو پرون د دغه ځوان دوکان لوټلی او د جامو ګنډلو دوو ماشینونو په ګډون یې د نږدې ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت توکي او تجهیزات ترې وړي دي.

سرچینې وايي چې تر اوسه د دې پېښې لامل نه‌دي په ډاګه شوی، خو ښايي د غلو له لوري یې د شتمنیو لوټل کېدل د دغه کار لامل شوی وي.

د کندوز امنیتي مسوولانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام