Asset 1SWN

هلمند کې یوه هټۍ‌وال ځان‌ وژلی

LASHKAR-GHA1-1024x600

د هلمند چارواکي د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د یوه کس د ځان‌وژنې خبر ورکوي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وايي، دغه کس محمدنعیم نومېږي او د لښکرګاه ښار د طالبانو نمرو اوسېدونکی دی چې اوس یې په یوه سوداګریز مارکېټ کې دوکانداري کوله.

د محمدنعیم ګاونډیان وايي چې هغه پرون له لمانځه وروسته د هټۍ دروازې په ځان پسې وتړله او امنیتي ځواکونو یې بېګاه اته بجې په هټۍ کې جسد وموند.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي کورنۍ وايي چې له هېچا سره یې هېڅ ډول ستونزه او دوښمني نه لرله.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر هم وايي چې تراوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو امنیتي مسوولان یې په اړه پلټنه کوي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي. وزګارتیا، بې‌وزلي او کورنی تاوتریخوالی د دغو پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام