Asset 1SWN

سلام وطندار

کندوز کې یوه هلک لومړی یوه نجلۍ او وروسته یې ځان وژلی

The central traffic square of Kunduz City three weeks after it was partially taken over by the Taliban in early October 2016. 27.10.2016. CREDIT: Andrew Quilty for The Wall Street Journal.  SLUG: AFGHAN110

کندوز ښار کې ولسي سرچینې وايي چې د ښار اړوند د خان‌اباد بندر سیمه کې یوه هلک لومړی یوه نجلۍ او وروسته یې ځان‌ وژل دی.

سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه دوه ورځې وړاندې د لړم پر څلورمه نېټه د کندوز ښار اړوند خان‌اباد بندر سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال سرچینې زیاتوي پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې جهش نومي هلک له یادې نجلۍ سره مینه درلوده، خو کورنۍ یې هغه یوه بل هلک ته په نوم کړې وه او له همدې امله دغه هلک لومړی نجلۍ او وروسته یې ځان‌ وژلی دی.

بل‌خوا د کندوز د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي وايي چې د کورنیو ستونزو له امله جهش نومي کس د «فریدې» په نوم یوه نجلۍ په توپانچه وېشتلې او وروسته خپل ځان هم ویشتلی چې دواړه وژل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې یاده نجلۍ دوه میاشتې وړاندې یوه بل هلک ته کوژدن شوې وه او په وینا یې، امنیتي ځواکونو د یادې پېښې د انګېزې معلومولو لپاره خپلې هڅې پیل کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام