په غزني کې محلي مسوولان وايي چې یوه کس د دغه ولایت په جاغوري ولسوالي کې خپله لور په ډزو وژلې ده.
د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعهزاده وايي چې یاد کس د جاغوري ولسوالي د مرکز اوسېدونکی دی. دا پېښه بېګاه په یاده ولسوالي کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، دغه کس لومړی خپله لور او بیا یې د ګاونډي ځوان زوی وژلي دي.
د غزني د والي ویاند وايي چې قاتل اوس له پولیسو سره دی.
د جاغوري ولسوالي د امنیې قومانداني مسوولان د یادې نجلۍ د پلار له خولې وايي چې لور یې له یاد هلک سره ناروا اړیکه لرله او همدا لامل شو چې دواړه یې ووژل.
ناموسي وژنې په افغانستان کې اوږده لمنه لري او هر کال له ګڼشمېر کورنیو قرباني اخلي.