Asset 1SWN

غزني کې د برښنا پوروړو ته خبرداری؛ «که پورونه ور نه‌کړئ، برښنا به مو پرې شي»

ph-Barq-1

که څه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خلکو له لوري پر خپل وخت د برښنا لګښتونو نه ورکړه یوه ستونزه ګڼل کېږي، خو غزني کې یې اوس د چارواکو د صبر کاسه نسکوره کړې ده.

د غزني د والي ویاند حافظ عمر غزنوي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت اوسېدونکي او دولتي ادارې د برښنا شرکت ۶۲ میلیونه افغانۍ پوروړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، په دې ډله کې ۳۲ میلیونه دولتي ادارې او پاتې سوداګریز شرکتونه او خلک پوروړي دي. د نوموړي په وینا، اوس یې په غزني کې د برښنا پورونو راټولولو او د برښنا مزو پرې کولو لړۍ پیل کړې ده.

د غزني د والي ویاند خبرداری ورکوي، که هره دولتي اداره، سوداګریز شرکت یا هم استوګنیز کور خپل پور ادا نه کړي، د برښنا مزي به یې پرې کړي.

په همدې حال کې د پوهنتون استاد محمدفاروق پویا وايي، حکومت باید د ټولنې پر ټولو وګړو یو ډول قانونی پلی کړي او خلکو ته هم په‌کار ده چې پر خپل وخت د خپلې لګولې برښنا لګښتونه ورکړي.

هغه د برښنا لګښتونو د ورکړې له سرغړوونکو سره د حکومت د قانوني چلن او د هغوی د برښنا مزو پرې کولو لړۍ هم هرکلی کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پر خپل وخت د برښنا لګښتونو او کلونه کلونه د برښنا شرکت د پورونو نه ورکړه هغه ستونزې دي چې د برښنا شرکت یې له ستونزو سره مخ کړی دی. د راپورونو پر بنسټ، دغه شرکت اوس هم د اوزبکستان او تاجکستان میلیونونه افغانۍ پوروړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام