Asset 1SWN

غزني کې سړې هوا دوه کسان مړه کړي

ghAZNI-112-pu0wf32ebz5i4ijj3q1x7hhrqsfov9af39qu7ee9vs

د غزني د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عمر حقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې د سه‌شنبې شپه په دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، لومړۍ پېښه د غزني په ګیلان ولسوالي کې شوې چې له امله یې د احمدالله په نوم یو کس مړ شوی او بله هم په مقر ولسوالي کې شوې چې د امان‌الله په نوم یو کس د سړې هوا له کبله مړ شوی دی.

هغه زیاتوي چې د مړو شویو کسانو مړي د یادو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي دي. د غزني د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس وايي چې یادو کسانو له ۳۰ تر ۴۰ کلنۍ پورې عمر درلود.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې ده چې څه موده مخکې هم په غزني ښار کې پر نشه‌يي توکو شپږ اخته کسان د سختې سړې هوا له کبله مړه شوي وو.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام