Asset 1SWN

هېواد کې د سړو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۶ ته ورسېد

Snow-in-Afghanistan-q0u48isvt9d11u81x55qxeeqbdlqayyrec9kvv1d3c

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۶ ته رسېدلی دی.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یخنۍ د ځاني زیان تر څنګ، شاوخوا ۷۰ زره څاروي هم له منځه وړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد وزارت ټینګار کړی چې په زیانمنو سیمو کې یې د مرستندویه بنسټونو په همکاري د مرستې رسونې بهیر روان دی او هغوی یې چې زیان لیدلی، مرسته ورسره شوې ده.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت تر دې مخکې هېواد کې د سړې هوا له کبله د مړینې شمېرې ۱۰۴ ښودلې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام