د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې روان میلادي کال یې هېواد کې د زړه سوري ۷۰۷ ماشومانو درملنه کړې او یا تر درملنې لاندې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی وايي چې د یادو ماشومانو له ډلې یې ځینې پاکستان او پاتې یې د هېواد شپږو روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږلې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «سږکال مو ۷۰۷ کسان کورنیو روغتونونو ته معرفي کړي چې نهه کسان پاکستان او پاتې یې شپږو کورنیو روغتونونو ته ورپېژندل شوي. د اسلامي همکاریو سازمان ژمنه راسره کړې چې د درملنې برخه کې موږ سره همکاري وکړي. دغه پروسه چې بشپړېږي، وخت ته اړتیا لري. نږدې ۱۱۰۰۰ کسان له مخکې راسره ثبت دي چې درملنې ته په تمه دي.»
په همدې حال کې د امکاناتو او د درملنې لګښت نشتون هېواد کې د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې برخه کې له سترو ننګونو شمېرل کېږي.
نسرین چې د کابل ښار اوسېدونکې ده او له تېرو دوو کلونو راهیسې یې ماشوم د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دی، وايي، لومړیو کې نه پوهېده چې ماشوم یې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته شوی دی.
نوموړي وویل: «ډېر به سینهبغل کېده او شیدې به یې نه خوړلې، فکر کو کاوه چې پر سینهبغل اخته شوی. ومو لیده چې هېڅ نه ښه کېږي، یو ډول به شین کېده او صحت طفل روغتون ته مو راوړ، د زړه سوري ناروغي یې تشخیص شوه او سرې میاشتې ټولنې ته یې معرفي کړوو.»
په همدې حال کې ډاکټران د هوا ککړتیا، د اومېندوارۍ پر مهال مېندو ته کافي خواړه نه رسېدل، له هغو لاملونو بولي چې له کبله یې ماشومان د زړه سوري پر ناورغۍ اخته کېږي.
«د زړه سوري ناروغۍ بېلابېل لاملونه لري. یو یې د اومېندوارۍ پر مهال د درملو کارول، خپلو کې ودونه د زړه سوري ناروغۍ له لاملونو شمېرل کېږي. همداراز د وینې کمښت، د اومېندوارۍ پر مهال کافي خواړه نه رسېدل چې دا د زړه سوري ناروغۍ رامنځته راوړي. هوا کې باروت او چاودېدونکي توکي د جنین به وده کې اغېز لري.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مطېعالحق خالص تېره ورځ قطر کې د افغانستان لپاره د بریټانیې چارسمبالي سفیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا ده.