افغاني سرې میاشتې ټولنه: د زړه سوري ۱۱۰۰۰ ناروغان درملنې ته په تمه دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې روان میلادي کال یې هېواد کې د زړه سوري ۷۰۷ ماشومانو درملنه کړې او یا تر درملنې لاندې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی وايي چې د یادو ماشومانو له ډلې یې ځینې پاکستان ته او پاتې یې د هېواد شپږو روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږلې دي.