پروین چې په غور ولايت قابله ده او د خلکو درمنله کوي د مارچ د اتمې د ښځو د پیوستون ورځې په مناسبت وايي،  که سوله راشي حاضره ده چې د دغه ولایت لرې پرتو سیمو ته لاړه شي او د جګړو ځپلو خلکو درملنه وکړي.

د پروين په وینا، د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ څو کلنو جګړو د ښځو او ماشومانو پر ژوند منفي او بدې اغېزې کړي چې ډېری یې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړې وویل، هڅه کوي چې د دغو ماشومانو او ښځو ټپونو ته مرحم شي.

دغه قابله زیاتوي، د روانو جګړو او تاوتریخوالو د دوام له کبله سره له دې چې د ښځو او ماشومانو ستونزې ډېرې کړي، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه يې له منځه وړي دي.

په ورته وخت کې غور کې جنګ ځپلې مریم چې خپل زوی او د کورنۍ څو نور غړي یې جګړو کې له لاسه ورکړي، په دې اړه په ډېرې سختۍ خبرې کوي.

نوموړې وايي: «انبیا دونیم کلن و چې پلار یې مړ شو. له هغه پنځه ماشومان او زما دوه یتیمان پاتي. یو زوی او یوه لور. د خدای او د همدغه هلک په هیله ناسته وم، اوس یې دا زوی هم راته مړ کړ، ماین ټوټې ټوټې کړ، په سمه توګه مې ونه لید، یوازې یې یوځل مخ راته ښکاره کړ، او  خاورو  ته یې وسپاره.»

هغه کورنۍ چې جګړو کې یې قربانۍ ورکړي د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې تاوتریخوالي او د بې‌ګناه خلکو وژنې څخه لاس واخلي او سوله وکړي، ترڅو ټول په ارامه او خوندي فضا کې د ژوند ښه‌والي لپاره هڅې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام