Asset 1SWN

د غور د ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې وتړل شوې

غور

د غور د ټولګټو چارو ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د سختې واورې او توپان له کبله د غور‌-‌کابل لویې لارې په ګډون، د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې د ولسوالیو له مسوولانو، امنیتي پوستو او ټرانسپورټي شرکتونو څخه غوښتل شوي چې د هوا تر برابرېدو پورې چا ته اجازه ور نه‌کړي چې پر یادو لارو سفر وکړي.

د غور د محلي مسوولانو په وینا، د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د واورې پاکولو او ویلې کولو ډلې هڅه کوي چې د هوا په جوړېدو سره ژرترژره یادې لارې پاکې او د تګ‌راتګ پر مخ یې پرانېزي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې غور له تېرو څو ورځو راهیسې د سختې واورې اورېدو شاهد دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام