واوره او سړه هوا؛ غور کې له دوه‌نیم زرو ډېر څاروي مړه شوي

د غور محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د سختې واورې اورېدو او سړې هوا له کبله له ۲۵۰۰ ډېر څاروي مړه شوي دي.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، له بېلابېلو ولسوالیو او کلیو ورته رسېدلي معلومات ښيي چې تر اوسه د غرونو په لمنو کې ۲۵۳۶ څاروي له منځه تللي او زرګونه نور په واورو کې بند پاتې دي. د هغه په خبره، دا شمېرې شېبه په شېبه په زیاتېدو دي.

کندهار کې د کورونو نړېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي

په کندهار کې د تېرو پرله‌پسې دوو ورځو سختو بارانونو یوشمېر کورونه نړولي او له کبله یې دوو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. د دغه ولایت مسوولان د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له راوتلو سېلابونو څخه د سلګونو کسانو د ژغورلو خبر هم ورکوي.

کندهار کې د هغه ماشوم مړی موندل شوی چې ۲۸ ورځې مخکې ورک شوی و

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند اسدالله جمشېد سلام‌وطندار ته وویل، د مزمل‌احمد خان په نوم یو ماشوم چې د کندهار ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د صالون‌ خان چمن اوسېدونکی و او څه موده مخکې ورک شوی و، پرون یې مړی د کور مخې ته تر پل‌چک لاندې پیدا شوی دی.

فاریاب کې واورې اورېدو د یوه کس ژوند اخیستی او سلګونه څاروي یې مړه کړي

د فاریاب محلي مسوولان په دغه ولایت کې د سختې واورې اورېدو له کبله د یوه کس د مړینې او سلګونو څارویو د له منځه تلو خبر ورکوي.
د فاریاب د والي ویاند عصمت‌الله مرادي رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالي کې د سختې واورې اورېدو له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غور د ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې وتړل شوې

د غور د ټولګټو چارو ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د سختې واورې او توپان له کبله د غور‌-‌کابل لویې لارې په ګډون، د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ولسوالیو له مسوولانو، امنیتي پوستو او ټرانسپورټي شرکتونو څخه غوښتل شوي چې د هوا تر برابرېدو پورې چا ته اجازه ور نه‌کړي چې پر یادو لارو سفر وکړي.