Asset 1SWN

فاریاب کې واورې اورېدو د یوه کس ژوند اخیستی او سلګونه څاروي یې مړه کړي

فاریاب

د فاریاب محلي مسوولان په دغه ولایت کې د سختې واورې اورېدو له کبله د یوه کس د مړینې او سلګونو څارویو د له منځه تلو خبر ورکوي.

د فاریاب د والي ویاند عصمت‌الله مرادي رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالي کې د سختې واورې اورېدو له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، د فاریاب په پښتون‌کوټ، قیصار او قرمقول ولسوالیو کې بیا د واورې اورېدو او سړې هوا له کبله سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د سختې واورې اورېدو، توپان او سړې هوا له کبله یوشمېر هېوادوال مړه شوي او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې په پنځو ولایتونو کې د واورې اورېدل د څارویو د له منځه تلو لامل شوي او ګڼ‌شمېر نور د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

نوموړي زیاته کړې چې د رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند په لارښوونه د دغه ناورین د کابو کولو لپاره بیړنۍ او ځانګړې غونډه جوړه شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه وايي، په یاده غونډه کې پرېکړه شوې، څو د والیانو په مشري په زیانمنو ولایتونو کې د قول‌اردوګانو، امنیې قوماندانیو، د ټولګټو چارو او عامې روغتیا ریاستونو او نورو خدماتي ادارو د استازیو په ګډون یوه کمېټه جوړه او ژرترژره خپل ټول امکانات وکاروي.

ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې د ریاست‌الوزرا د دفتر له‌خوا زیانمنو ته د مرستې رسولو په موخه ۵۰ میلیونه افغانۍ هم ځانګړې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام