بېګاه شاوخوا ۹ بجې او پنځوس دقیقې د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په شهید څلورلارې کې درنه چاودنه وشوه چې غږ یې د کابل ښار په لرو پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
امنیتي مسوولان وايي، په دې چاودنه کې د امنیتي ځواکونو دوه رېنجرې له منځه تللي، خو د پېښې عیني شاهدان وايي چې ملکيانو ته یې هم مرګژوبله او مالي زیانوني اړولي دي.
یو زیانمن سلطانمحمد سکندر چې د پېښې سیمې ته څېرمه د تېلو ټانک لري وايي، نه یوازې دی او یو همکار یې برسېرن ټپیان شوي، بلکې له یو میلیون ډالرو ډېر زیان هم ورته اوښتی دی. هغه وايي، د ټانک ټول وسایل یې له منځه تللي او اړ دي چې له سره یې جوړ کړي.
ربېع چې په سیمه کې یې مېوه پلورله هم د کاکا له درې ځامنو سره ټپي شوی دی. هغه وايي، چاودنه زوروره وه او ښايي له ۵۰ تر ۶۰ کسان یې ټپیان کړي وي. د ربېع په وینا، یو مسلمان بل مسلمان نه وژني او په بېګانۍ چاودنه کې هېڅ کافر ونه وژل شو، بلکې ټولو څو ساعته وړاندې روژه ماته کړې وه.
د پېښې عیني شاهدان وايي چې په بېګانۍ چاودنه کې د سیمې هټۍوالو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
دوه هټۍوال حامد او محمدرضا وايي، نه یوازې د دوی، بلکې د نورو ګاونډیانو هټۍ او مالونه یې له منځه تللي دي. د دوی په وینا، یوازې دوی ته یو لک افغانۍ زیان اوښتی دی.
دغه هټۍوال وايي، د جګړې له کبله هره ورځ افغانان په وینو لړلي وي او تر څو به د خپلو هېوادوالو پر ویر ناست یوو او یو د بل وینې به څښو. دوی په هېواد کې د سولې او امنیت راتلل خپله یوازینۍ هیله یادوي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې چاودنه کې شپږ پوځي او یو ملکي کس ټپي شوی دی. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سیدحامد روشن تاییدوي چې په سیمه کې ملکيانو ته مالي زیانونه اوښتي دي. نوموړی وايي چې د پېښې په اړه یې نورې څېړنې هم روانې دي.