Asset 1SWN

کندهار کې د کورونو نړېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي

کندهار ۱

په کندهار کې د تېرو پرله‌پسې دوو ورځو سختو بارانونو یوشمېر کورونه نړولي او له کبله یې دوو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. د دغه ولایت مسوولان د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له راوتلو سېلابونو څخه د سلګونو کسانو د ژغورلو خبر هم ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار د سرې میاشتې ټولنې ویاند محمدشعیب حقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې بارانونو د دغه ولایت د مرکز په درېیمه حوزه کې دوه کورونه او د میوند ولسوالي په بند تیمور کلي کې هم شپږ کورونه نړولي دي.

د نوموړي په وینا، په میوند ولسوالي کې د کورونو نړېدو پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون، دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه وايي، زیانمنو شویو کورنیو ته یې بېړنۍ مرستې ور رسولې دي.

په همدې حال کې د البدر قول‌اردو ویاند نذیراحمد شکېب ‌سلام‌وطندار ته ویلي چې د سختو بارانونو له امله د کندهار په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي او له امله یې یوشمېر کسانو ته زیانونه هم اوښتي دي.

هغه زیاتوي چې د یادې قول‌اردو مسوولانو په دامان ولسوالي کې د مسافرو څلور بسونه چې سېلاب ایسار کړي وو، ژغورلي دي. شکېب وايي، په دمنډحصار سیمه کې یې هم د کوچیانو یوشمېر کورونه چې سېلابونه ایسار کړي وو، ژغورلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا د کندهار پر یوشمېر لویو لارو پراخ سېلابونه راوتلي چې له امله یې د کندهار‌-‌روزګان او کندهار‌-‌سپین‌بولدک لارې هم تړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام