په دایکندي کې محلي سرچینې او رسنۍ وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه ولایت په مرکز، شهرستان، میرامور او خدیر ولسوالیو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یوه نجلۍ مړه شوې او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولې دي.

د دایکندي محلي رسنیو د یاد ولایت د امنیې قومنداني د ویاند غلام‌علي جاوید له قوله ویلي چې پرون له غرمې وروسته د یاد ولایت د شهرستان ولسوالي په «سیاه‌قولک لرګر» سیمه کې سېلاب یوه ۱۱کلنه نجلۍ وړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دایکندي د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، د دغه کلي اوسېدونکو د یادې ۱۱کلنې نجلۍ جسد نن له خټو راېستلی دی.

په ورته مهال په میرامور، خدیر، او د دایکندي مرکز نیلي ښار کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې یادو سیمو کې اورښتونه روان دي چې له امله یې سېلابونه راوتلي او ګڼ‌شمېر کورونه یې نړولي، څاروي، کرنیزې ځمکې، ونې، کانالونه او سړکونه یې له منځه وړي دي.

د خدیر ولسوالي د «پشتروق» کلي اوسېدونکی حسین وايي چې له پرون راهیسې د روانو اورښتونو او له امله یې راوتلو سېلابونو د یاد کلي سربېره د یو‌شمېر ولسوالیو  د نورو کلیو اوسېدونکو ته مالي زیانونه اړولي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بل‌خوا د بامیان په ورس ولسوالي کې محلي سرچینې زیاتوي چې اورښتونو او د سېلابونو راوتلو له کبله د دغه ولسوالي د یو‌شمېر کلیو اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

په بامیان او دایکندي کې سېلاب ځپلې کورنۍ وايي چې تراوسه د محلي مسوولانو او مرستندویه بنسټونو له لوري ورسره مرسته نه ده شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د دایکندي د محلي رسنیو په راپور کې راغلي چې د یاد ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست دایکندي کې د وروستیو سېلابونو زیانمنو شویو سروې پیل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام