د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې دوه کسان مړه شوي او ګڼ‌شمېر خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د مسوولانو په وینا، سېلابونه د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ او یو‌شمېر ولسوالیو کې راوتلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روزګان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس حاجي خالد سلام‌وطندار ته ویلي چې له پرون راهیسې د شویو بارانونو له کبله په ترینکوټ، خاص روزګان، شهیداساس، چنارتو او د ګېزاب ولسوالي په یو‌شمېر سیمو کې سېلابونه راوتلي چې دوه کسان یې مړه کړي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د نوموړي په وینا، په یو‌شمېر سیمو کې سېلابونه د خلکو کورونه نړولي او په ناوړه وضعیت کې دي.

په همدې کې د روزګان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس زیاتوي چې د سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه یې بېړنۍ ناسته کړې او هڅه کوي چې زیانمنیو شویو ته مرستې ورسوي.

په همدې حال کې د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي د روزګان له محلي ادارې او مرستندویه بنسټونو  د مرستو غوښتنه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د روزګان ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام