د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله په راوتلو سېلابونو کې زیانمنې شوې کورنۍ وايي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په وروستیو ورځو کې میدان وردګ، پنجشېر، کونړ، لغمان، پروان، لوګر، نورستان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او غزني هغه ولایتونه دي چې د اورښتونو له امله په‌کې سېلابونه راوتلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سېلاب ځپلې کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي چې په یادو ولایتونو کې سېلابونو ګڼ‌شمېر خلکو ته زیانونه اړولي دي. دوی زیاتوي چې د سېلابونو راوتلو راهیسې درې ورځې کېږي، خو لا هم حکومت او مرستندویه بنسټونو اړینې مرستې نه دي ورسره کړي.

د ننګرهار یو اوسېدونکی وحیدالله له سرپرست حکومت د بېړنۍ مرستې غوښتنې کوي او په وینا یې، په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. په ورته مهال د یو‌شمېر ولایتونو محلي مسوولان هم د مرستو نه ورسېدو له امله شکایت کوي.

د پنجشېر د اطلاعات او فرهنګ رییس نصرت‌الله ملک‌زاده وايي چې د دغه ولایت په ابشار او حصه اول ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي. د نوموړي په وینا، د یادې دوو ولسوالیو اوسېدونکي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سېلاب ځپلې کورنۍ په داسې حال کې د مرستو نه ترلاسه کولو له امله شکایت کوي چې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، یو‌شمېر ولایتونو ته یې مرستې لېږلې دي.

د یاد وزارت ویاند محمد نسیم حقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې سېلاب ځپلیو کورنیو لومړنۍ اړینې مرستې ترلاسه کړي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند همداراز وویل چې ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند ریاستونو پر سېلاب ځپلیو مرستې وېشلي دي. د نوموړي په وینا، په مرستو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي، خېمې او سرپناه شاملې دي.

په همدې حال کې د میدان وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي هم وايي چې دغه ولایت کې د سېلاب ځپلیو کورنیو سروې پیل شوې او هڅه کوي چې زیانمنیو شویو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

که څه هم تراوسه په وروستیو سېلابونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه کره شمېرې نه دي معلومې، خو د بېړني حالات د عملیاتو مرکز د مسوولانو په وینا، تراوسه په دغو سېلابونو کې ۴۵۵ کورونه په بشپړه او قسمي توګه نړېدلي چې ترڅنګ یې ۱۰۰جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او ۱۰۵ څاروي هم له‌منځه تللي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د راپورونو له مخې، په یادو سېلابونو کې ۱۸ کسان هم مړه شوي دي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام