په تېره یوه شپه او ورځ کې په میدان وردګ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، پروان، لوګر، کونړ، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له ځاني زیان سربېره یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

 طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان هم د هېواد په لسو ولایتونو کې د سېلابونو راوتل تاییدوي او وايي چې تراوسه د سېلابونو راوتلو له امله ۱۳ کسان مړه شوي او ۲۰ کسان ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت ویاند محمدنسیم حقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې په سېلاب ځپلیو سیمو کې د مرګ‌ژوبلې شمېرو د لوړوالی امکان ډېر دی.

په همدې حال کې د میدان وردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو پرمهال سېلابونه راوتلي چې له امله یې ۱۵ کسان مړه شوي دي.

د میدان وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار  ته ویلي چې بېګاه ناوخته د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار او شپږ ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

جلالي زیاته کړه چې سېلابونو د جلریز ولسوالي په سنګلاخ سیمه کې نهه کسان له ځان سره وړي دي. جلالي همداراز زیاته کړه چې په چک ولسوالي کې دوه ماشومان او نرخ ولسوالي کې هم سېلابونو څلور ماشومان مړه کړي دي.

د میدان وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس همداراز زیاته کړې چې تراوسه په چک ولسوالي کې یوه ماشوم جسد موندل شوی او هڅې روانې دي، څو  د پاتې کسانو  جسدونه هم له اوبو راووېستل شي.

په همدې حال کې د غزني محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت  کې د سېلابونو راوتلو له امله یو ښوونځی او د هستوګنې یو‌شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو  پروړاندې  د مبارزې رییس فضل‌الدین عمر حقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې په  جغتو ولسوالي کې سېلابونو د کروندګرو کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.

د سېلاب ځپلیو سیمو اوسېدونکي له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي او ټينګار کوي چې حکومت باید ورته جدي پام وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې هېواد کې طبیعي پېښې تل عامو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي، خو تراوسه د حکومتونو له لوري د یادو زیانونو د مخنیوي او کمښت برخه کې اړین ګامونه نه دي اخیستل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام