د افغانستان د هواپېژندنې ریاست نن په یوې خبرپاڼه کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او له امله یې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، نن او سبا په کابل، نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، غزنی، کاپیسا، پنجشېر، پروان، میدان وردګ، لوګر، خوست، دایکندي، روزګان، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او زابل ولایتونو کې د سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هواپېژندنې ریاست په بېلابېلو سیمو کې د باران د اورښت کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي‌مټره پورې اټکل کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په لسو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۳ کسان مړه شوي او له ۲۰ ډېر ټپیان شوي دي. دغو سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام