د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل فنلنډي سیال سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې له ناټو سره د یوځای کېدو په اړه د دغه هېواد له پرېکړې ناخوښي څرګنده کړې او دا یې یوه «تېروتنه» بللې ده.

د فنلنډ ولسمشر سایولي نینیسته په داسې حال کې له خپل روسي سیال سره د دغې ټیلیفوني اړیکې غوښتنه کړې وه چې هېواد یې پلان لري، څو ډېر ژر د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا (ناټو) سره د یوځای کېدو لپاره خپل رسمي غوښتنلیک اعلان کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سویډن هم ناټو سازمان کې د غړیتوب ترلاسه کولو په موخه د یوه ورته اقدام لپاره چمتووالی نیسي.

پوتین نن شنبه د فنلنډ ولسمشر ته ویلي چې دغه هېواد ته هېڅ امنیتي ګواښ نشته او باید په اروپا کې خپل د پوځي بې‌طرفۍ دریځ خوندي کړي.

پر اوکراین د روسیې برید او د دغه هېواد د لویو برخو نیول، د فنلنډ او سویډن په څېر هېوادونه اړ کړي چې له ناټو سره د یو ځای کېدو په برخه کې ډېر جدي شي.

فنلنډ او روسیه شاوخوا ۱۳۰۰ کیلو متره ګډه پوله لري او له همدې امله دغه هېواد تر دې دمه، ناټو سازمان کې د غړیتوب ترلاسه کولو څخه ډډه کوله، څو د خپل پوځي بې‌طرفۍ له لارې د روسیې مخه ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د ختیځې اروپا د دغو دوو هېوادونو د مشرانو په ټیلیفوني اړیکه کې، پوتین فنلنډ ته ګواښ متوجې نه کړ، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې د فنلنډ یادې پرېکړې ته به ځواب ووايي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام