بریټانیې له سویډن او فنلنډ سره یو داسې امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې، که څوک پر دغو دوو هېوادونو برید وکړي، بریټانیا به ورسره مرسته کوي.
د بریټانیا لومړي وزیر بورېس جانسون سویډن او فنلنډ ته د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو له مشرانو سره د «اروپا امنیت پیاوړتیا» په موخه دغه امنیتي تړون لاسلیک کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دغه تړون کې راغلي چې پر یادو دوو هېوادونو د پوځي برید او فاجعې پرمهال به له یو بل سره مرسته کوي چې پهکې پوځي مرستې هم شاملېږي.
سویډن او فنلنډ دوه هغه هېوادونه دي چې د لسیزو په اوږدو کې یې بېطرفي غوره کړې او له نورو سره د ناټو په سیالیو کې یې ځان نه دی ښکېل کړی، خو پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، دواړو هېوادونو ناټو سازمان کې د غړیتوب اخیستلو پرېکړه کړې ده.
د اوکراین له لوري په ناټو سازمان د غړیتوب غوښتنه یو له هغو لاملونو ګڼل کېږي چې روسیه یې اړ کړه، څو پر دغه هېواد برید وکړي.
په ورته مهال روسیې په وار وار ناټو سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په اړه خپل مخالفت څرګند کړی دی.